ننګرهاریانو نوی والی مو مبارک، خو... دې پکې وي!
لنډی خیبر لنډی خیبر

 

دغه حق د بلبلانو په جانب دی

خدای دې نه کا مښګیرک په لاله زار ګډ

رحمان بابا

بیګا شپه مې د شمشاد تلویزیون کوت، د تلویزیون پر پرده مې لاندې خبر تر سترګو شو: مولوي عطالله لودین د ننګرهار د والي پتوګه وګمارل شو او د تلویزیون په وینا کله چې مو په تلیفون له نوموړي سره اړیکه ونیوله، هغه ( عطالله لودین ) ددې خبرې پخلی وکړ.

ورپسې مې په تاند بریښناپاڼه کې هم داسې خبر ولوست« د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم د دوی په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په تایید د سولې د عالي شورا غړی مولوي عطا الله لودین د ننګرهار د نوي والي په توګه وګومارل شو.

لودین د حزب اسلامي غړی دی.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له خبرپاڼې سره سم ښاغلي لودین په دیني علومو کې لوړې زده کړې کړې او تر وکالت دمخه د ننګرهار ولایت د څارنوال او د کابل محاکمو رییس پاتې شوی دی. د دې ادارې په وینا نوموړی د ننګرهار ولایت لپاره مناسب کس دی او د ولایتي چارو د پر مخ وړلو کافي تجربه لري.

د ځینو راپورونو له مخې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د هلمند پخوانی والي ګلاب منکل د ننګرهار د والي په توګه ولسمشر کرزي ته وړاندیز کړی و خو کرزي مولوي لودین غوره کړ.»

ما یو وخت په « پټه خزانه» کې له ګورګین څخه د کندهار د نجات په اړه د میرویس نیکه د یوه فال په باب لوستي وو. هغه فال داسې وو« په پای کې حاجی میرخان علیه الرحمه وویل: راسۍ چې عبدالرحمان بابا قدس هم وپوښتو. چه د ده دیوان يي خلاص کا،هسې شعرونه و، بیت:

زه مکتوب غوندې په پټه خوله ګویا یم

خاموشي زما تیری کا تر غوغا زما

کښت د عشق په توده ځمکه امان چیری

سمندر بویه چه زیست کا په صحرا زما

چه دغه بیتونه يي ولوستل، هغه مغفور حاجي، ولس ته وویل: چه د ظالمانو کار تمام دی، اما اوس خاموشي بهتره ده، ټوله به په پټه خوله دا کوښښ کړو چه ظالمان ورک سي، چه مناسب وقت راسي ، نو به زه پر تاسې غږ وکړم ، هغه وقت باید ټول تیار او ظالمان له وطنه وباسو.»

خدای شته د ننګرهار د برخلیک په اړه له نوي خبر روسته، ما ټوله شپ په اندیښنو تېره کړه او سهار چې له خوبه راویښ شوم، د پټې خزانې د لوستې قصې په پېيښو مې د رحمان بابا دیوان پرانیست چې هلته وګورم، رحمان بابا ما او ننګرهاریانو ته څه توصیه کوي او نوې مقررۍ ته په کومه سترګه ګوري. کله چې مې دیوان خلاص کړ، دغه بیتونه مې ولوستل:

دغه حق د بلبلانو په جانب دی

خدای دې نه کا، مښګیرک په لاله زار ګډ

د وفا د ګلو پاڼې پکې نشته

کاشکې مه وای ددې دهر په ګلزار ګډ

ددغو بیتونو په لوستلو پوه شوم چې رحمان بابا پخپل لومړي بیت کې د ننګرهار نوی والي پشان کوم کس ته اشاره کوي او هغه د ننګرهار غوندې لوی ولایت د اداري، پرمختګ او شان لپاره مناسب نه ګڼي او پخپل دوهم بیت کې افغان ولس ته د حامد کرزي پشان د یوه بېوفا ولسمشر څخه شکوه لري.

پای

د لړم ۲۴ مه

 






November 15th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها